IQNA

د جهنمي قاریانو په باب د کریم منصوری روایت  په محفل قرآني پروګرام کې (فیلم)

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاريکریم منصوري د محفل قرآني ټيلیویژني پروګرام کې په شتون سره،د شعرا او شمس سورو یو شمیر آیتونه تلاؤت کړل او په لنډو څرګندونو کې ئې د هغو قاریانو څخه یو روایت بیان کړچې  پخپلو تلاؤتونو سره  به جهنم ته ځي  او یو لړ سختو خبرو سره ئې ووئيل، خدای دې نه کړي ، مونږ دهمدغو تلاؤتونو له لارې جهنمیان شو.

ایکنانیوز  راپور راکوي، دایران داسلامی جمهوریت نړیوال قاری استاد کریم منصوري  د دریم ټيلیويژني چینل  په مفل قرآني ټيلیویژني پروګرام  کې د شعراء سورې یو شمیر آیتونه او شمس سوره تلاؤت کړه.

په وړاندې کونکي ويډیو کې د کریم منصوری له خوا د شعرا مبارکې سورې  له ۷۸ څخه تر ۸۲ پورې د آیتونو او  د شمس سورې له لومړي تر پنځلسم پورې  د آیتونو تلاؤت ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

 

 

 

په  دوام کې استاد کریم منصوري په یولړ لنډو خبرو کې یو روایت بیان  کړ او په درندو خبرو سره ئې ووئيل، په روایت کې لرو، ؛ ولولئ او برَه لاړ شه ؛  په آخرت کې ځيني هغه آیتونه په قاري پسې راځي چې ورباندې ئې عمل کړی وي او که داسې نه وي ،نو نه ئې یادیږی....  خدای ته پناه وړم ، چې د همدغو آیتونو له لارې جهنم ته روانیږو. په جهنم کې یو ستر جوب یا ډنډ دی  د هغو قاریانو لپاره مخصوص دی چې  په لوستلو آیتونو باندې ئې عمل نه وي کړی .باید په لوستونکو آیتونو عمل وکړو، د هغه عمل په اندازه چې ئې ترسره کوئ ، باید په هماغه اندازه  خبرې وکړئ. عاقبت په خیر کیدا ډيره مهمه ده .چغې ووهئ ،فریاد وکړئ ژرا وکړئ  چې عاقبت مو په خیر شی .په تیره بیا  په هغه وخت کې چې  شیطان  ټول دعوت کوي او خداي مو هم دعوت کوي،  انتخاب له تاسو سره دی .نو انسان هم کیدلی شو ،هرڅه کنټرولولی شو  ا چغې وهلی شو. وخت او عمر بیرته نه ګرځي . زمونږ امید له اهل بیت علیهم السلام سره دی چې د نجات لپاره زمونږ لاس ونیسي  او  دمونږ عاقبت په خیر شي.

https://iqna.ir/fa/news/4207629